الاماره سټوډيو د ( فتح وردوج ) تر عنوان لاندې نوې ویډیو نشر کړه

د الاماره جهاديسټوډيو لخوا د بدخشان ولايت د وردوج ولسوالۍ د فتحې په زړه پوري ويډيو تياره او نشر ته وسپارل شوه.
فتح وردوج جهادي ويډیو چې د الاماره سټوډيو د تخنيکي همکارانو لخوا په نوې بڼه اوډل شوی، ټول ټال ۱۱ دقيقې وخت نيسي.
په دې اصدار کې له لنډې مقدمې وروسته د وردوج ولسوالۍ مرکز ته د اسلامي امارت د مجاهدينو داخلېدل مشاهده کوو.
له دې علاوه په دې عملياتو کې د شريک مجاهد خبرې اورو چې په سيمه کې د دښمن د اعمالو او خپلو عملياتو په اړه غږېدلی او مجاهدينو ته يې څو توصيې کړې دي.
په اصدار کې هغه عسکر هم وينو چې د اسلامي امارت مجاهدينو ته تسليم شوي او خپلې اسلحې ورته ورکوي.
دغه جهادي ويډيو له لاندې تړونونو څخه په اعلی متوسط او ټيټ کيفت کې ډاونلوډ او کتلی شئ
د افغانستان اسلامي امارت
د فرهنګي چارو کميسيون سمعي او بصرې څانګه الاماره سټوډيو

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *