د(بیارغونه )په نوم الاماره جهادي ستوډیو ویډیويي راپور نشر شو

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چاروکمیسیون د سمعي او بصري څانګي مربوط  د الاماره جهادي سټوډیو لخوا د بیارغوني  په نوم نوی او په زړه پوري ویډیويي راپور ترتیب او نشر شو.

دا ویډیويي راپور چې ټول ۳۹ دقیقې کیږي، زیاته برخه یې دهیواد په مختلفو ولایتونو کې د بیا ودانولو کارونو ته ځانګړې شوې ده.

په دې وروستیو کې د الاماره جهادي‌سټوډیو همکارانو د هیواد په مختلفو ولایتونو کي دافغانستان د اسلامي امارت  له لوري دپیل شوو  رغنیزو چارو له پروژو څخه له نیژدې لیدنه کړې، په مختلفو ساحو کې یې د سړکونو،پلونو او کلینکونو د عملي کار په مهال له کاریګرو او مسولینو سره لنډې ویډیویي مرکې کړې، چې دالاماره جهادي سټوډیو  ادارې پرې ښکلي او په زړه پورې ويدیوي راپور ترتیب کړی.

د دې ویډیو په لومړۍ برخه کي یوه لنډه مقدمه راوړل شوې ده چي د شریعت غږ راډیو د نوموتی  نطاق  حامد مجاهد په خواږه  غږ کي اورېدل کیږي .،په مقدمه کي په مستند ډول ویل شوي چي اسلامي امارت  د هیواد بیارغوني د ولس د ښېرازۍ او سوکاله کولو لپاره پوره ژمنتیا لري.

همداراز  تر مقدمې وروسته  ویډیو کي د هیواد مختلفو سیمو کي د اسلامي امارت له لوري د پیل شوو رغنیزو پروژو  انځورونه او ویډیو کلیپونه  د الحاج ملا فقیر محمد درویش له زړه راښکونکو ترانو سره یوځای لیدل کیږي .

د الاماره جهادي سټوډیو  د بیارغوني په دې ویډیويي راپور  کي  دپلونو ،پلچکونو او  سړک جوړوني  تر څنګ  د پکتیکا ولایت په ډیله ولسوالۍ کي د یوه  کلینک راپور هم  ځای لري  چي د اسلامي امارت له لوري په پاخه او ساسي ډول جوړ شوی دی .

د ویډيو خاتمه داسلامي امارت د زعیم شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله په هغه پیغام سره شوې  ده چي مجاهدینو ته یې پکښي د عام المنفعه تأسیساتو  د حفاظت  او د بیاروغوني د پروژو د ملاتړ او همکارۍ امرکړی دی.

و یډیو  د الاماره ویب پاڼي پر ویډيو څانګه  او د الاماره سټوډیو پر ټیلیګرام کانال د لاندي ورکړل شویو لینکونو په مټ کتلای او خپلو موبایلونو او کمپیوټرونو ته ښکته کولای شئ


 

HD فارمــټ ډاؤنلوډ

متوسط فارمــټ ډاؤنلوډ

موبايل فارمــټ ډاؤنلوډ

موبايل 3GP  فارمــټ ډاؤنلوډ

web flv فارمــټ ډاؤنلوډ

2 Comments

  1. Pingback: ” تعمیرنو ” الامارہ جہادی اسٹوڈیو کی ویڈیو رپورٹ – امارت اسلامیہ افغانستان

  2. Pingback: نشر إصدار مرئي جديد بعنوان (إعادة الإعمار) من قبل استوديو الإمارة الجهادي – مجلة الصمود الإسلامية

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *