د (تعلیم او تربیې) په نوم د الاماره سټوډیو تازه اصدار نشر شو

 د اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسون د سمعي او بصري څانګې د الاماره سټوډیو له لوري د (تعلیم او تربیې) په نوم د دې سټوډیو (۶۹) نمبر اصدار چې د تعلیمي موضوعاتو لپاره ځانګړۍ شوی دی تازه نشرته وسپارل شو.
دغه اصدار چې څه باندې (۴۰) دقیقې وخت نېسي؛ له یوې توضیحي مقدمې وروسته د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اسلامي امارت د تمکین په سیمو کې تعلیمي وضعیت په کې تشریح شوی دی؛ او همدارنګه د تعلیم او تربیې په اړه د اسلامي امارت دریځ او د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د کمیسون د خداماتو په اړه په کې معلومات ځای شوي دي.
 د ویډیو کتلو او ښکته کولو لپاره له لاندې لینکونو څخه استفاده کولای شی.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *