د فاتح کاروان ۱۱ په نوم دالهجرة جهادي سټوډيوتازه په زړه پورې اصدار

الهجرة اسلامي خپرندویه اداره خپلو درنو مینه والو ته د فاتح کاروان د سلسلې ۱۱   په زړه پورې اصدار  د لوی الله په مرسته په ډیر درنښت وړاندې کوي  ( الحمدلله   الحمد لله  الحمد لله  ) دا نوی اصدار په پلازمینه کابل کې د صلیبیانو د فکري جګړي په دوه لویو مرکزونو   د( فرانسې فرهنګي مرکز او طلوع  تلویزون باندې ) تر سره  شویو مبارکو تندریزو استشهادي بریدونو ته ځانګړی شوی  ددې نوي اصدار پيل د شهید امیر المؤمنین  ملا اختر محمد منصور  تقبله الله له یادنه شوی ده ورپسې  په ترتیب سره په مسلمانانو باندې د صلیبیانو ظلمونه  او د اسلام او مسلمانانو په ضد د صلیب د فکري جګړې تعریف ، تاريخې شالید ، خطرات ، د صلیبي فکري جګړې وسايل ، په افغانستان کې د صلیبيانو او د صلیبیانو د غلامانو د فکری جګړې د یوې مهمې وسيلې اجیرو ( رسنیو ) خباثتونه راوړل شوي دي  بیا په ترتیب سره د خوست د اوسیدونکې استشهادي مجاهد فیض الله ، د زابل د اوسیدونکي استشهادي مجاهد عبد الله،   دننګرهار د اوسیدونکي استشهادي حافظ عصمت الله عاصم  معرفت ،یاد او اتلولی راوړل شوي دي او له دوی نه وروسته د اصدار پاتې برخه د فرانسې په فرهنګي مرکز او د طلوع په تلویزون اتلوالو بریدونو او ددغو بریدونو دترسره کوونکو معرفت ، اعداد ، یادګاري صحنو او په زړه پورې پيغامونو او د یادو بریدونو په اړه عکس العملونو ته ځانګړې شوې ده  په اصدار کې له پيل نه تر پایه مستندې انځوریزې صحنې راوړل شوې دي  او د اسلامي امارت د ترنم د بلبلانوپه زړه راښکونکو ترانو بدرګه شوی ده اصدار  په ترتیب سره په طلوع د مبارک استشهادي برید په اړه له بي بي سي سره داسلامي امارت د محترم ویاندوی  ذبیح الله مجاهد د  مدلَلې  مرکې،  د صلیب د فکري  جګړې  د اهدافو ،د صلیب دفکري جګړې سره د مبارزې  دلارو چارو ، او داستشهاديانو د  غوره یادګارونو په راوړلو پای ته رسیدلی  الله جل جلاله دې دا اصدار په خپل دربار کې قبول کړي ، الله دې د اسلامي او جهادي دعوت او د صلیب د فکري جګړې د مخنیوي یوه ستره وسیله او ستاسې د زیاتې خوښی  سبب وګرځي

په پای کې هیله کوو چې د دغه اصدار په نشر او توضیع کې خپلې هڅې ونه سپموی

 

د افغانستان اسلامي امارت

د فرهنګي چارو کميسيون

سمعي او بصري څانګه

الهجرة اسلامي خپرندویه اداره

_______________________________________________

 

د ويډیو کتلو او ښکته کولو لپاره له لاندې لینکونو څخه استفاده کولای شي

 

Youtube Link

https://www.youtube.com/watch?v=jEy4nd4v8Lo

HD فارمــټ ډاؤنلوډ متوسط فارمــټ ډاؤنلوډ موبايل فارمــټ ډاؤنلوډ ويب FLV ډاؤنلوډ

 

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *